جرمني له اوکراين سره د هنګري د مرستو پر بندولو نیوکه کړې

د جرمني دفاع وزیر بوریس پیستور یوس

د جرمني دفاع وزیر بوریس پیستور یوس له اوکراین سره د نورو مرستو بندولو له کبله پر هنګري نیوکه وکړه.

پیستور یوس پرون سې شنبه په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د دفاع وزیرانو په یوه غونډه کې وویل، پر اوکراین د مرستو بندولو له کبله د هنګري دوستانو پر چلند نهیلی شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې اوکراین د هنګري تر ټولو لوی بانک 'او ټي پي' د روسیې د یرغل د ملاتړو په لېست کې شامل کړ، چې دې کار د بوداپست غوسه وپاروله.

د هنګري د حکومت یوه ویاند تېره دوشنبه ویلي، تر هغو چې دغه بانک بندیزونو له فهرست نه وي لیرې شوی، هنګري به له اوکراین سره نوره پوځي مرسته ونه کړي.