د اوکراين پوځ: روسي ځواکونو پر بېلابېلو سیمو لسګونه بريدونه کړي

د اوکراین په خارکییف د روسي ځواکونو د بریدونو یو انځور

د اوکراین پوځ وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د روسیې پوځ د اوکراین پر دنیپرو پیتروفسک، زاپوریژیا او خارکییف ښارونو ۲۰ توغندي ویشتلي.

د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو ستر درستیز نن په خپل ورځني راپور کې همداراز وویل چې روسي ځواکونو د اوکرایني سرتېرو پر سنګرونو او د خلکو د استوګنې پر سیمو د ایراني شاهد ډوله ډرونونو په وسیله ۴۸ هوايي حملې کړي او ۹۰ توپونه یې ویشتلي.

بل‌خوا د اوکراین پولې ته څېرمه د روسیې د بلګورد ښار والي ویاچیسلاو ګلادکوف نن وویل، پر یوه دولتي ودانۍ او دوو شخصي کورونو د ډرون حملې شوي، خو والي زیاتوي چې ډرون ویشتل شوی او په حملو کې څوک نه‌دي زیانمن شوي.

دا راپورونه د خپلواکو سرچینو له‌خوا نه‌دي تایید شوي.