د بشري حقونو یو سازمان: ښايي ژر په ايران کې دوه افغانان اعدام شي

ارشیف

د ایران د بشري حقونو سازمان اندېښنه ښودلې چې دوه افغانان ښايي ژر په ایران کې په دار وځړول شي.

د ایران د بشري حقونو سازمان چې مقر یې په ناروې کې دی په یوه اعلامیه کې ویلي، نړۍ باید د دا ډول اعدامونو مخه ونیسي.

د ایران د فارس ولایت څارنوالۍ اعلان کړی چې د افغانستان په دوو اتباعو رامز رشیدي او نعیم هاشم قتالي د اعدام سزا تایید شوې او ژر به په عام محضر کې اجرا شي.

دا دوه کسان د ایران د شیراز د شاهچراغ د برید په قضیه کې تورن او په اعدام محکوم شوي.

تېر کال د شاهچراغ په حرم کې په برید سره لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي وو او څه باندې شل تنه نور ټپیان شوي وو.

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي په دې پېښه کې له تورنو کسانو په زور اعتراف اخیستل شوی او په یوه نمایشي محکمه کې د اعدام حکم ورباندې شوی.

تر دې مخکې د بشري حقونو سازمان ویلي وو چې په ایران کې لږ تر لږه ۶ افغانان یوازې سږ کال اعدام شوي.

د طالبانو حکومت بیا څه وخت مخکې ویلي وو چې دوی وتوانېدل له ایراني چارواکو سره د خبرو په نتیجه کې د دوو سوو افغانانو د اعدام سزاوې په بند واړوي.