په بلغاریا کې روس پلوه اعتراض کوونکو له اوکراین سره د مرستې درول غوښتي

په بلغاریا کې پرونۍ مظاهره د هغو ګڼو غیردولتي سازمانونو او اشخاصو له خوا تنظیم شوې وه، چې کرملین پلوه ګڼل کېږي.

په بلغاریا کې اعتراض کوونکو، چې ځینو یې د روسیې بیرغونه له ځانونو سره لېږدول په پلازمینه صوفیه کې هغه وداني زیانمنه کړه، چې د اروپايي ټولنې چارواکي په کې اوسېدل او له خپل حکومت یې غوښتنه وکړه، چې اوکراین ته خپله مرسته ودروي.

اعتراض کوونکو پر دغې عصري ودانۍ چې له ښیښو او فولادو جوړه ده او د اروپايي کمېسیون او اروپايي پارلمان استازي په کې دېره دي، سره رنګونه وویشتل.

ویل شوي، د دې سره رنګ هدف په سمبولیک ډول د جګړې او وینې تویېدنې څرګندول وو.

په بلغاریا کې پرونۍ مظاهره د هغو ګڼو غیردولتي سازمانونو او اشخاصو له خوا تنظیم شوې وه، چې کرملین پلوه ګڼل کېږي.

په اعتراض کوونکو کې، چې شمېر یې شاوخوا زرو ته رسېده، د اروپايي ټولنې د یوه مخالف ګوند او د پارلمان استازي هم شامل وو.

بلغاریا له روسیې سره ژورې تاریخي اړیکې لري.