د جي۷ ډلې په افغانستان کې پر بشري او اقتصادي ناورين اندېښنه ښودلې

د جي۷ ډلې مشران

د نړۍ د اووه سترو صنعتي هېوادو مشرانو ویلي چې په افغانستان کې په زیاتېدونکي بشري او اقتصادي ناورین باندې سخت اندېښمن دي.

د امریکا، جاپان، جرمني، فرانسې، بریتانیا، ایټالیا او کاناډا مشران د جاپان په هیروشیما کې راغونډ شوې دي.

دوی په خپله اعلامیه کې د افغانستان په تړاو څو نور موارد هم یاد کړي.

له طالبانو غوښتل شوي چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې خپلې ژمنې عملي کړي او اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان خاوره د ترهګرو په امن ځاله واوړي او یا له هغه ځایه په کوم بل هېواد برید ترسره کړي.

د نړۍ د اووه سترو صنعتي هېوادونو مشرانو په خپله اعلامیه کې همدارنګه پر طالبانو غږ کړی چې د افغانانو په مشرۍ یو معتبره او ټول‌شموله ملي ډیالوګ پیل او د یوه استازي او منتخب جوړښت خلا ډکه کړي.

د نړۍ د دغو سترو صنعتي هېوادونو مشرانو پر ښځو او نجونو د طالبانو له لګېدلو محدودیتونو سره کلک مخالفت ښودلی او هغوی یې هڅولي چې د ټولو خلکو حقونه او ازادۍ تامین کړي.