د جي۷ هېوادونو پر روسيې نوي بنديزونه ولګول

په جاپان کې د اوو سترو صنعتي هېوادونو د مشرانو د غونډې یو انځور

د سپینې ماڼۍ د سرچینو په وینا د امریکا ولسمشر جو بایډن د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادو مشرانو ته وویل چې واشنګتن چمتو شوی چې له خپلو متحدانو سره پر دې کار وکړي چې اوکرایني پیلوټان د ایف شپاړس جنګي الوتکو لپاره وروزي.

په ورته وخت کې اوو سترو صنعتي هېوادو د جاپان په هیروشیما کې د خپلې غونډې په ترڅ کې د اوکراین د اشغال په خاطر پر روسیې د نویو بندیزونو د لګېدو اعلان وکړ.

یو شمېر لوېدیځو اژانسونو خبر ورکړی دی چې د ایف شپاړس الوتکو د روزنې چارې به په راتلونکو څو اوونیو کې په اروپا کې پيل شي.