'قليچدار اوغلو' د افغانانو په ګډون لس میلیونه کډوالو ته خبرداری ورکړی

د ترکیې د ولسمشرۍ د لومړي پړاو انتخاباتو څخه یو انځور

په ترکیه کې مېشت افغان کډوالو ته د دغه هېواد د انتخاباتو یوه مخکښ کاندید قلیچدار اوغلو خبرداری ورکړ.

قلیچدار اغلو پرون وویل، که یې انتخابات وګټل لس میلیونه کډوال به له ترکیې وباسي.

د ترکیې د رسمي شمېرو له مخې په دغه هېواد کې څلور میلیونه کډوال ژوند کوي چې له سوریایانو وروسته په‌کې د افغانانو او د پاکستانو شمېر زیات دی.

په ترکیه کې د افغانانو په شمول د نورو هېوادو یو شمېر کسان په غیرقانوني توګه هم ژوند کوي.

د ترکیې د جمهوري ریاست د انتخاباتو په لومړي پړاو کې اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان نهه څلویښت اعشاریه دوه پنځوس فیصده رایي خپلې کړې او قلیچدار اوغلو څلور څلوېښت اعشاریه اته اتیا فیصده رایي ترلاسه کړې.

په ترکیه کې به دویم پړاو انتخابات د دې دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ د مې په اته ویشتمه ترسره شي.