د امریکا، بریتانیا او فرانسې قوماندانان له هرمز تنګي پورې وتلي

د امریکا جنګي کښتۍ

په منځني ختیځ کې د امریکا، بریتانیا او فرانسې د سمندري ځواکونو قوماندانان پرون په یوې امریکایي جنګي بېړۍ کې د هرمز له تنګي پورې وتل.

دا د دې هېوادو د ګډ دریځ نښه وه چې غواړي په خلیج کې د هرمز تنګي د اوبو مهمه لار چې هلته ایران د تېلو دوه ټانکره ګرځولي دي، پرانیستې وي.

په فارس خلیج کې وروسته تر دې کړکېچ زیات شوی چې د ایران او د نړۍ د پياوړیو قدرتونو ترمنځ له لاسلیک شوي اټومي تړون څخه پنځه کاله مخکې امریکا بهر شوه.