ایران: طالبان دې د اوبو اندازې ټاکلو لپاره فني پلاويو ته د کتنې زمینه برابره کړي

د هلمند سیند

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د اعلامیې په غبرګون ویلي چې، طالبان دې د اوبو د اندازې ټاکلو لپاره د فني پلاویو کتنې ته زمینه برابره کړي.

حسین امیر عبداالهیان ویلي، څو واره یې د طالبانو د حکومت له بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي غوښتي چې د هلمند د اوبو په تړاو دې خپلې ژمنې عملي کړي او د فني هیئتونو کتنې ته دې لار اواره کړي، چې دا کار نه دی شوی.

حسین امیر عبداالهیان دا څرګندونې پرون وروسته تر هغه پر خپل ټويټر لیکلې چې د طالبانو حکومت پرون په یوه اعلامیه کې د هلمند له سینده د ایران د اوبو د حق په تړاو د ایران د ولسمشر او نورو چارواکو څرګندونې نامناسبې وبللې.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي چې ایراني چارواکي دې خپلې غوښتنې په مناسبه توګه مطرح کړي او له داسې څرګندونو ډډه وکړي چې د دواړو هېوادونو اړیکې سړوي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي تېره چهارشنبه سیستان او بلوچستان ته په سفر کې طالبانو ته خبرداری ورکړی، د ایران د اوبو حق پوره ورکړي که نه بیا د ګیلې حق نه لري.

د طالبانو حکومت وایي، د ایران د اوبو حق ته ژمن دی، خو په دې شرط چې د اوبو اندازه کافي وي.