زیلینسکي د جي۷ سرمشریزه کې د ګډون په موخه هیروشیما ته ځي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي د نړۍ د اوو لویو صنعي هېوادونو یا G-7 په سرمشریزه کې د ګډون لپاره د جاپان هیروشیما ښار ته ځي.

د اوکراین د ملي امنیت او دفاعي شورا منشي اولکسي دانیلوف ویلي، هلته به مهمې پرېکړې وشي، ځکه نو د اوکراین د ګټو د دفاع لپاره هلته د دوی د ولسمشر حضور حیاتي اهمیت لري.

چارواکو ویلي، زیلینسکي به د G-7 د سرمشریزې پر درېیمه او وروستۍ ورځ د یکشنبې په ورځ په دې غونډه کې برخه واخلي.

مخکې ځینو سرچینو ویلي وو، زیلینسکي به په سعودي عربستان کې د عرب لیګ په سرمشریزه کې تر ګډون وروسته، د امریکا په یوه پوځي الوتکه کې جاپان ته لاړ شي.