پولیس د عمران خان کور تالاشي‌کوي

عمران خان د پولیسو منځ کې

د پنجاب د موقت حکومت د اطلاعاتو وزیر وايي چې نن د مې ۱۹مه به په لاهور کې پولیس د مخکیني صدراعظم او د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان کور د کمرو په وړاندې تالاشي کړي.

عامر میر پرون د مې ۱۸مه پاکستاني رسنیو ته وویل چې د لاهور د کمېشنر تر څارنې لاندې به عمران خان ته یو پلاوی واستوي.

عامر میر ادعا وکړه چې د عمران خان په کور کې له ۳۰ تر ۴۰ مشکوک ترهګر پټ دي چې د مظاهرو پر مهال یې د پاکستان پر پوځي تاسیساتو بریدونه وکړل.

په همدې حال کې عمران خان ویلي، که ترهګر د ده په کور کې پټ وي، حکومت یې باید نومونه یاد کړي.

هغه پرون په خپل ټویټر کې ولیکل، حکومت پلان لري چې ۳۰ یا ۴۰ کسان له ځانه سره راوړي او د هغه کور د ترهګرو د پټنځای په توګه تورن کړي.

د راپورونو له مخې د عمران خان پلویانو د مې پر نهمه د هغه له نیول کېدو وروسته پر عامه او پوځي تاسیساتو بریدونه وکړل او د تاوتریخوالي په پایله کې لږ تر لږه ۱۰ کسان ووژل شول.