د افغان ملګي وګړو پر وړاندې د شویو تاوتریخوالو او سرغړونو پېښې ثبت شوي

ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند انځور

په بریتانیا کې دېره د بشري حقونو یوې ډلې نن یوه نقشه خپره کړه چې واک ته د طالبانو د بېرته ستنېدو راهیسې د ملکي وګړو پر وړاندې د بشري حقونو پراخې سرغړونې او د تاوتریخوالي پېښې يې مستندې او ثبت کړي دي.

دغه نقشه چې په بریتانیا کې 'د اطلاعاتو د انعکاس لپاره د خپلواک او غیر انتفاعي مرکز' له خوا چمتو شوې، د طالبانو او د هغو سخت دریځو چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په نوم پېژندل کېږي تخلفات ثبت او مستند کړي دي چې د ننني افغانستان یو وېروونکی انځور ترسیموي.

په دې نقشه کې تر ۴۵۰ ډېرې ویډیوګانې، پر شیعه او هزاره اقلیتونو باندې د بریدونو تر ۱۰۰ زیات کلیپونه او د مظاهرو ۳۵۰ ویډیوګانې هم شاملې دي.

لیدونکی کولای شي په دې انلاین نقشه کې د کلیدي کلمو په کارولو سره د یوې ځانګړې پېښې لټون وکړي او ویډیوګانو، اصلي ټویټونو، یا د هغې په اړه راپورونو ته لاسرسی ومومي.

دغه غیرانتفاعي مرکز وايي چې د نړۍ پر کچه به له خبریالانو او د افغانستان له مدني ټولنې سره د کره او باوري معلوماتو د لاسرسي په برخه کې کار ته دوام ورکړي.