چارواکي: پر کییف او ځینو نورو سیمو د روسیې راکټي بریدونه شنډ شوي

د اوکراین د جګړې له لومړۍ کرښې یو انځور

اوکرایني چارواکي وايي، روسيې تېره شپه د اوکراین پر پلازمېنه کیيف او نورو سیمو د راکټي او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي چې ټول يې د هوايي دفاعي ځواکونو له‌خوا شنډ شوي دي.

دا د روانې میاشتې له پیل راهیسې پر کیيف د روسیې نهم هوايي برید و.

د اوکراین په جنوب کې د مطبوعاتو د همغږۍ د مرکز مشرې ناتالیا هومنیوک نن د مې په ۱۸ مه وویل، پرون ماښام د اودیسه پر ښار یو زورور راکټي برید وشو.

د راپور له مخې سره له دې چې ډېری راکټونه شنډ شوي، خو بیا یې هم مرګ‌ژوبله اړولې

د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز ویلي چې د دغه هېواد په ختیځ کې د باخموت ښار د کنټرول لپاره جګړه لا هم روانه ده.

د اوکراین د کریمیا سیمه چې په ۲۰۱۴ کال کې روسیې په غیرقانوني توګه له خپلې خاورې سره ونښلوله، د مسکو له‌خوا په‌کې ټاکل شويو چارواکو نن وویل، د سیمفروپول او سواستوپول ښارونو ترمنځ د اورګاډي تګ راتګ ځنډول شوی دی.

له دې وړاندې د بزه Baza په نوم یوې ټلېګرام چینل د اروګاډي په دې سیمه کې د چادونې خبر ورکړی و.