بايډن د جي۷ هېوادونو غونډه کې د ګډون په موخه جاپان ته رسېدلی

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن نن د مې ۱۸مه د نړۍ د اوو لویو صعنتي هېوادونو G7 په غونډه کې د ګډون لپاره د جاپان هیروشما ښار ته رسېدلی دی.

د ولسمشر بایډن ایر فورس ون الوتکه د هیروشیما په لوېدیځ کې د امریکايي سمندري ځواکونو په اډه کې ښکته شو.

دا هغه ځای دی چې د مې تر ۲۱مې به په کې د اوو لویو صعنتي هېوادونو غړي سره وویني.

جو بایډن به په پایوانیوګینی او اسټرالیا کې له مخکې ټاکل شوي تمځایونو وروسته بېرته واشنګټن ته ستون شي.