د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: عمران خان باید ونیول شي

عمران خان د پولیسو منځ کې

په داسې حال کې چې پاکستاني پولیسو لا د مخکیني صدراعظم عمران خان کور محاصره کړی دی، د دې هېواد د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله خان وايي، عمران باید ونیول شي.

هغه دا خبرې له یو پاکستاني خصوصي تلوېزیون اج نیوز سره تېره شپه ناوخته په یوه مرکه کې کړې دي.

هغه په خپلو خبرو کې ویلي: "د عمران خان پر ضد قضیې ثبت شوي او هر څه په کې ثابت دي."

په همدې حال کې عمران خان له الجزیرې تلوېزیون سره په مرکه ویلي، پولیسو يې د لاهور په زمان پارک کې کور کلابند کړی دی او غواړي چې بیا يې ونیسي.

عمران خان یو ځل بیا اعاده وکړه چې د هغه پر ضد ټولې ثبت شوې قضیې سیاسي انګېزه لري.

د اسوشېټېډپرېس د راپور پر بنسټ، نن هغه ۲۴ ساعته ضرب الاجل چې پولیسو عمران ته د ده په کور کې د شکمنو کسانو د ورسپارلو لپاره ور کړی وه هم پای ته رسېږي.

د پنجاب د لنډ مهاله حکومت د اطلاعاتو وزیر عامر میر اعاد کړې چې د خان په کور کې د ده په وینا، له ۲۰ تر ۴۰ پورې هغه مشکوک ترهګر پټ دي چې د مې په نهمه يې د عمران خان د نیولو وروسته د مظاهرو پر مهال پر پوځي تاسیساتو حملې کړي دي.

تېره اوونې د عمران خان پلویانو د هغه له نیول کېدو وروسته پر عامه شتمنیو او پوځي تاسیساتو حملې وکړې چې په دې تاوتریخوالی کې لږ تر لږه ۱۰ کسان ووژل شول او تاوتریخوالی هغه مهال کم شو، چې د پاکستان سترې محکمې د عمران د خوشي کېدو امر وکړ.