چارواکي: بریتانيا افغانستان له پامه غورځولی او مرستې یې ورسره کمې کړي

د بریتانیا بیرغ

د بریتانیا پر مرستو د څار بنسټ یوه چارواکي له افغانستان سره د دې هېواد د مرستو د کمېدو د خبر ترڅنګ د بریتانیا حکومت تورن کړی چې د افغانستان خلکو ته یې شا کړې ده.

د مرستو د اغېزو خپلواک کمېسیون یا 'آسي اې آی' کمېشنر سرهیو بیلي چې له افغانستان سره د بریتانیا د مرستو په اړه یې د څېړنیز راپور د چمتو کولو مشري کړې ویلي، تمه کېږي چې بریتانیا سږ ۲۰۲۳ مالي کال چې د ۲۰۲۴ کال تر اپرېل میاشتې دوام دوام کوي، له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې سل ميلیون پونډه چې ۱۲۵ ميلیونه امریکایي ډالر کېږي، مرسته وکړي.

حال دا چې تېر کال یې د همدې مودې لپاره د ۲۴۶ ميلیون پونډو چې څه باندې ۳۰۷ ميلیون امریکایي ډالر کېږي، مرسته کړې وه.

د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له افغانستان سره د بریتانیا د مرستو په اړه په دغه راپور کې ویل شوي چې د بریتانیا بسپنه دومره زیاته ځکه کمه شوې چې یو یې د مرستو بودیجه کمه شوې او بل یې د پیسو ډېره اندازه په دې هېواد کې د کډوالو د مېشتېدو چارو ته ځانګړې ده.

دې بنسټ ویلي، بریتانیا د افغانستان یو فعال او مهم بسپنه ورکوونکی پاتې شوی چې په تېرو دوو ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ مالي کلونو کې یې هرکال له دې هېواد سره د ۲۸۶ ميلیون پونډو مرستې ژمنه کړې ده.

د دې بنسټ کمېشنر بیلي ویلي، دې ته په پام چې په افغانستان کې بشري وضعیت مخ په خرابېدو دی او د ښځو او نجونو سخت ګټل شوي حقونه له لاسه وځي.

بیلي زیاته کړه: "موږ احساس کړه چې مهمه ده پر دې یو ځل بیا کتنه وکړو چې بریتانیا په څه ډول د مرستې د پروګرام له لارې د افغانستان له خلکو سره مرسته کوي."

هغه ویلي، د دوی معلومات ښیي چې د بریتانیا د مرستو کمښت د دې لامل شوی چې هغه پروګرامونه چې ګټه یې مستقیماً د افغانستان خلکو ته رسېږي، درول شوی یا ځنډول شوي دي.