د 'روسيې او اسلامي نړۍ' اقتصادي غونډې ته د طالبانو پلاوی هم بلل شوی

ارشیف

د روسیې د تاتارستان جمهوریت مرکزي ښار کازان نن پنجشنبه د 'روسیې او اسلامۍ نړۍ' د یوه نړیوال فوروم یا غونډې کوربه دی چې د طالبانو د حکومت یو پلاوی هم ورغلی دی.

د روسي رسنیو د راپور له مخې دغه غونډه نن او سبا دوام کوي چې په‌کې به د روسیې او اسلامي هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي، سوداګریزو او نورو اړوندو همکاریو خبرې کېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد ازادي راډیو ته وویل چې د دوی پلاوی به د کنفرانس په څنډه کې د تاتارستان له چارواکو سره جلا جلا لیدنې هم ولري.

نوموړي وويل: "د تجارت د وزیر صاحب په مشرۍ پلاوی چې یو تعلیمي او اقتصادي پلاوی دی، د روسیې فدراتیف په رسمي بلنه تاتارستان ته دوه ورځنی سفر لري، هلته به د اسلامي هېوادونو په اقتصادي فورم کې ګډون ولري او په افغانستان او سیمه کې راغلو فرصتونو باندې به خبرې کوي."

د دغې غونډې پر رسمي وېبپاڼه ګډونوالو ته د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین وینا هم خپره شوې چې په‌کې ویل شوي، روسیه له اسلامي هېوادونو سره نږدې او باوري اړیکې لري.

روسیې د تېر کال په نومبر میاشته کې د مسکو فارمت په نوم د افغانستان په تړاو غونډه کې د طالبانو استازي ته بلنه نه وه ورکړې، ځکه د دوی په وینا طالبانو د ژمنې خلاف ټولشموله حکومت نه‌دی جوړ کړی.