متقي له عبدالهیان سره پر امنیت، اوبو او زندانیانو خبرې کړي

ارشیف: د عکس ښي لور ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان او چپ لور ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د روغبړ پر مهال

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ایران د بهرنیو چارو وزیر سره د ګډې پولې پر امنیت، اوبو او ایران کې د افغان زندانیانو پر وضعیت خبرې کړي دي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د امیرخان متقي او حسین امیر عبدالهیان د چهارشنبې ورځې په ټليفوني خبرو کې د ایران-خواف ترمنځ د رېل پټلۍ د جوړولو په ګډون نور مسایل هم مطرح شوي دي.

ایران که څه هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو تهران کې یې د افغانستان د سفارت او قونسلګرۍ چارې د طالبانو ډیپلوماتانو ته سپارلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې له ایران سره اړیکې د ښه والي خواته روانې بلل شوي دي.

په خبرپاڼه کې نه‌دي ویل شوي چې دواړو لورو په ایران کې د افغان کډوالو په اړه چې وخت ناوخت ورسره د ایراني پولیسو د ناوړه چلند راپورونه ورکول کېږي، څه ویلي دي.

یوازې دومره ویل شوي چې ایران به هغه هېواد کې د افغان زندانیانو ستونزو ته رسیدګي کوي.