د سیاسي جوړجاړي هڅې؛ د چین ځانګړی استازی کییف ته رسېدلی

د عکس ښي لور ته د اوکراین لپاره د چین د ځانګړي استازي په مشرۍ پلاوی او چپ لور ته د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیتري کولیبا د رسمي لیدنې پرمهال

د اوکراین لپاره د چین ځانګړی استازی لي هوی پرون چهارشنبه داسې مهال کيیف ته ورسېد چې په باخموت او یو شمېر نورو سیمو کې توده جګړه روانه ده.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي، له کله چې روسیې پر اوکراین یرغل پيل کړی، دا لومړی ځل دی چې په دې کچه یو چینایي چارواکی اوکراین ته ځي.

پېکېنګ، چې پر اوکراین یې د روسیې یرغل غندلی نه‌دی ویلي، لي هوی د سیاسي جوړجاړي په هدف اوکراین ته تللی دی.

چین د روان ۲۰۲۳ کال په پيل کې د اوکراین د جګړې د ارامولو او بلاخره یوه اوربند لپاره ۱۲ مادییزه طرحه هم وړاندیز کړه، خو لوېديځو هېوادونو له پامه وغورځوله او وې ویل، چین د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه کې بې پلوه نه‌دی.