په ایران کې د درېیو معترضانو د اعدام د مخنیوي غوښتنه وشوه

دغه زنداني معترضان صالح میرهاشمي، مجید کاظمي او سعید یعقوبي بلل شوي دي.

د ایران د بشري حقونو یوه بنسټ ویلي، نړیوال باید د اصفهان په مرکزي زندان کې د درېیو معترضانو د اعدام مخه ونیسي.

دغه زنداني معترضان صالح میرهاشمي، مجید کاظمي او سعید یعقوبي بلل شوي دي.

د ایران د بشري حقونو بنسټ چې مرکز یې په ناروې کې دی پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغو زندانیانو ته د هغو اقرارونو په بدل کې د مرګ سزا ورکول کېږي چې د دوی په خبره په زور او شکنجې ترې اخيستل شوي دي.

بنسټ له هېوادونو غوښتي چې ایران کې د خپلو سفارتونو له لارې هڅه وکړي چې دغه کسان د اعدام له سزا وژغوري.

ایران په دغه هېواد کې زرګونه هغه اعتراض کوونکي نیولي چې د تېر کال سپتمبر کې د پولیسو په توقیف کې د یوې پېغلې مهسا امیني تر وژلو وروسته لارو سړکونو ته را وتلي وو.

په تېره مارچ میاشت کې د ایران حکومت ۲۲ زره بندي معترضان وبخښل.