امریکايي چارواکي: ښايي اوکراین کې د توغندیو دفاعي سیستم زیانمن شوی وي

د پیټریوټ توغندیو دفاعي سیستم

د امریکا د متحده ایالاتو له‌خوا جوړ شوی د پیټریوټ توغندیو دفاعي سیستم چې د اوکراین له‌خوا کارول کېږي، احتمال لري چې د روسیې په برید کې یو څه زیانمن شوی وي.

دا خبره دوو امریکایي چارواکو پرون چهارشنبې وکړه خو ویې ویل، داسې نه ښکاري چې دغه سیستم به ویجاړ شوی وي.

د پیټریوټ سیستم یو له هغو پرمختللو هوایي دفاعي واحدونو څخه دی چې لوېدیځ اوکراین ته ورکړی څو د روسیې د هوایي بریدونو په وړاندې له دې هېواد سره مرسته وکړي.

روسیې په دغو هوایي بریدونو کې د اوکراین زیربناوې، د برښنا تاسیسات او نور ځایونه په نښه کړي دي.

یوه امریکایي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط د لومړنیو معلوماتو پراستناد ویلي چې واشنګټن او کییف لا د مخه د دغه سیستم د ترمیم پر لارو چارو خبرې کړي دي.