د هرات بایسکل ځغلوونکو ډله ننګرهار ته ځي

ارشیف

د هرات د بایسکل ځغلوونکو ډله نن له کابله جلال اباد ته ځي.

دا اووه کسیزه ډله له هراته په یوولسو ورځو کې پرون کابل ته ورسېده.

د افغانستان د المپیک ملي کمېټه وایي چې دې لوبغاړو د افغانستان د مرکزي سړک د جوړولو پيغام له ځان سره لېږداوه او دا یې درېیم ځل دی چې پر دې اوږده لاره سفر کوي.

د هرات د باسیکل ځغلونې دا ډله به له ننګرهاره بېرته د هرات پر لور ستنه شي.