د هرات د بایسکل ځغلونې یوه ۷کسیزه ډله کابل ته رسېدلې

ارشیف

د افغانستان د هرات ولایت د بایسکل ځغلونې یوه ۷کسیزه ډله تر یوولس ورځني سفر وروسته کابل ته رسېدلې ده.

د افغانستان المپیک ملي کمېټې او سپورټ ریاست د راپور پر بنسټ چې کابل ته تر رسېدو وروسته د یادو لوبغاړو تود هرکلی شوی.

په دې رپوټ کې ویل شوي چې یادو لوبغاړو د افغانستان د مرکزي سړک د جوړولو پیغام له ځانه سره لېږداوه او دا یې درېيم ځل دی چې د اوږد واټن سفر کوي.

دغه لوبغاړي په پلان کې لري چې د مې په ۱۷مه نېټه د چهارشنبې په ورځ ننګرهار ولایت ته هم په بایسکلونو سفر وکړي او تر هغې وروسته بېرته خپل ولایت هرات ته ستانه شي.