د کن فلمونو ۷۶م نړیوال فيسټیوال پيل شو

افغان فلم جوړونکی عتیق رحیمي

د کن د فلمونو ۷۶م نړیوال فیسټیوال سه‌شنبه ماښام پيل شو.

سږ کال افغان فلم جوړونکی عتیق رحیمي هم د کن د فلمونو د فیسټیوال د ژوري هییت غړی دی.

عتیق رحیمي د خاک او خاکستر، سنګ صبور، بانوی رود نیل او ځينې نور مشهوره فلمونه جوړ کړي.

د کن په فیسټیوال کې لومړنی فلم ژین دو بري وو چې نندارې ته وړاندې شو.

په دغه فلم کې مشهوره امریکایي فلمي ستورې جاني ديپ لوبېدلې.