د بخښنې نړیوال سازمان: په ۲۰۲۲ کال کې د اعدام حکم تطبیق د پام وړ زیات شوی

Your browser doesn’t support HTML5

د بخښنې نړیوال سازمان په هغه راپور، کې چې نن سه شنبه یې خپور کړی ویلي چې په توله نړۍ کې د اعدام د حکم په تطبیق کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. په دغه راپور کې د افغانستان په ګډون په شلو هېوادونو کې د نږدې ۹۰۰ کسانو د اعدام خبره شوې ده.