روسيه کې د امریکا د قونسلګرۍ یو پخوانی کارکوونکی د جاسوسۍ په تور نیول شوی

ارشیف

د روسیې د فدرالي امنیت خدماتو یا ایف‌ایس‌بي په ولادي وستوک ښار کې د امریکا د قونسلګرۍ پخوانی کارکونکی رابرت شونوف له بهرنیانو سره په ناقانونه پټو همکاریو تورن کړی دی.

ټاس خبري اژانس پرون دوشنبه د مې په پنځلسمه دغه خبر ورکړی دی.

ټاس د قانون د تنفیذ ادارې د یوې سرچینې په حواله ویلي چې شونوف په ولادي وستوک ښار کې ونیول شو او د مسکو لیورتوف زندان کې بندي شو.

په مسکو کې د متحده ایالتونو سفارت ویلي چې په دې اړه له راپورونو خبر دي، خو د ویلو لپاره نور څه نه لري.