د طالبانو حکومت پر خصوصي پوهنتونو د ماليې کمولو ادعا کړې

په افغانستان کې د یوه خصوصي پوهنتون ودانۍ

د طالبانو حکومت ادعا کړې چې پر خصوصي پوهنتونونو یې مالیه کمه کړې ده.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت وياند حافظ ضياالله هاشمي په خپل ټويټر کې ليکلي، په ١٤٠٢ مالي کال کې د دوى د مشرتابه له‌خوا پر خصوصي پوهنتونونو ماليه ۴ سلنه کمه شوې.

هغه دا اقدام له خصوصي پوهنتونونو سره د طالب مشرانو خواخوږي بللې ده.

دا ادعا په داسې حال کې کېږي چې د پوهنتونونو د پسرلني سمستر له پیل وروسته د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو ټولنې ویلي چې د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو د بندیزونو او د خلکو د اقتصادي وضعیت د خرابېدو له امله یو شمېر خصوصي پوهنتونونه د تړل کېدو په درشل کې دي.