بریتانيا له اوکراين سره د پوځي مرستې ژمنه کوي

د عکس ښي لور ته د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک او چپ لور ته د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي د اروپایي هېوادونو د سفر په لړ کې لندن ته رسېدلی او د بریتانیا له صدر اعظم ریشي سوناک سره یې کتلي دي.

اسوشیتیدپریس خبري اژانس لیکلي چې بریتانیا به زیلنسکي ته د نورو وسلو او پوځي تجهیزاتو د ورکړې ژمنه وکړي.

زیلنسکي پر خپل ټیلګرام چینل لیکلي چې بریتانیا پخوا هم د دوی د هوایي او ځمکنیو ځواکونو په پیاوړتیا کې مخکښه وه او په خبره یې اوس به هم دغه همکاري دوام کوي.

د اوکراین ولسمشر تر دې وړاندې امریکا او یو شمېر اروپایي هېوادونو ته د دې لپاره سفر کړی چې د روسیې په وړاندې جګړه کې ترې پوځي تجهیزات او مرسته وغواړي.

له اوکراین سره د لوېدیځ له‌خوا مرستې د روسیې له غبرګونونو سره هم مخامخ شوي دي.