د سریلانکا پر وړاندې راتلونکو سیالیو ته افغان کرکټ ملي لوبډله اعلان شوه

د سریلانکا پر وړاندې د افغان کرکټ ملي لوبډلې اعلان شوې لوبډله

د افغانستان کرکټ بورد له سریلانکا سره درېیو یو ورځنیو یا پنځوس اوره لوبو ته نن خپله لوبډله اعلان کړه.

کریکټ بورد په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه لوبې به د راتلونکې جون میاشتې له دویمې تر اوومې نېټې پورې د سریلانکا په همبانټوټا ښار کې ترسره شي.

له سریلانکا سره په لوبېدونکو لوبغاړو کې په ترتیب سره د حشمت الله شهیدي، رحمت شا، رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، اکرام علي خېل، عضمت الله عمرزي، راشد خان، مجیب رحمان، نور احمد، عبدالرحمان، فضل الحق فاروقي او فرید ملک نومونه یاد شوي دي.

عبدالرحمان چې ځوان الرونډر او تیز توپ اچونکی دی، لوبډلې ته نوی اضافه شوی او پخواني یوشمېر لوبغاړي لکه شاهد الله کمال، یمین احمدزی، ګلبدین نایب او ضیا الرحمان اکبر د ریزرف لوبغاړو په توګه ټاکل شوي دي.

دا د افغانستان او سریلانکا تر منځ دویمه لوبلړۍ ده چې دغه لوبډلې یې ترسره کوي.