د اوکراین ولسمشر د بریتانیا صدراعظم سره ګوري

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي نن دوشنبه د مې ۱۵مه د بریتانیا له صدراعظم ریشي سوناک سره ګوري.

زیلنسکي پر خپل ټیلګرام چینل لیکلي چې بریتانیا پخوا هم د دوی د هوایي او ځمکنیو ځواکونو په پیاوړتیا کې مخکښه وه او په خبره یې اوس به هم دغه همکاري دوام کوي.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د راپور له مخې زیلنسکي د بریتانیا صدراعظم ته د خپل ملګري خطاب کړی او زیاته کړې ده چې لندن کې به دوه په دوه او دغه راز د پلاوو په حضور کې سره ګوري.

د اوکراین ولسمشر تر دې وړاندې امریکا او یوشمېر اروپایي هېوادونو ته د دې لپاره سفر کړی چې د روسیې په وړاندې جګړه کې ترې پوځي تجهیزات او مرسته وغواړي.

له اوکراین سره د لوېدیځ له خوا مرستې د روسیې له غبرګونونو سره هم مخامخ شوي دي.