څېړنه: د پاکستان بلوچستان کې د ۶۳ بریدونو له کبله ۱۳۲ کسان وژل شوي

د تېر مارچ په ۶مه د بلوچستان په بولان کې د وسله والو د برید له کبله ۹ پولیس وژل شوي او ۱۳ ټپیان وو.

د جنوبي اسیا د تروریزم پورټل په نوم څېړنیزه اداره وايي چې د روان میلادي کال په تېرو څلورنیمو میاشتو کې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ۱۳۲ تنه وژل شوي دي.

د دې ادارې د مالوماتو پر اساس، دا کسان چې ۹۸ تنه یې پوځیان او ۳۴ یې ملکیان دي، په ۶۳ بریدونو کې وژل شوي دي.

په همدې حال کې د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي وزیر میرضیا لانګو پرون یکشنبې رسنیو ته وویل، په بلوچستان کې وسله‌وال بریدونه د دې لپاره زیات شوي چې حمله کوونکي د افغانستان له خاورې وراوړي او له بریده وروسته بېرته افغانستان ته ځي.

په بلوچستان کې وروستۍ امنیتي پېښه د شنبې په ورځ په مسلم باغ کې وه چې په ترڅ کې یې وسله‌والو حمله کوونکو د پاکستان لږ تر لږه ۶ سرحدي ځواکونه ووژل.

د پاکستان پوځ وايي، په دې نښته کې، چې نږدې ۳۰ ساعته یې دوام وکړ، ۶ وسله‌وال حمله کوونکي هم ووژل شول.

د دې برید مسوولیت د پاکستان د جهاد تحریک پر نوم ډلې په غاړه واخیست.