زیلنسکي: موږ د روسیې پر خاورې برید نه کوو

د عکس ښي لور ته د جرمني صدراعظم اولاف شولتز او چپ لور ته د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي جرمني ته په سفر کې د یکشبنې په ورځ وویل چې د دې هېواد پوځ به د هغو پیاوړیو وسلو په ترلاسه کولو سره چې له لوېدیځ یې غوښتنه کړې، د روسیې پر خاورې برید ونه‌کړي.

زیلنسکي د جرمني له صدراعظم اولاف شولتز سره په کتنه کې وویل: "موږ د روسیې پر خاورې برید نه کوو. موږ د خپلو قانوني سیمو د ازادولو په حال کې یو."

د اوکراین ولسمشر زیاته کړه: "موږ پر روسیې د برید لپاره نه وخت لرو، نه هم ځواکونه او نه هم اضافي وسلې."

برلین د زیلنسکي له سفر سره سم له کییف سره د ۳ ميلیارډ ډالرو پوځي مرستو یوه بسته اعلان کړه، ترڅو دا هېواد وکولای شي چې د روسیې د یرغل په وړاندې مقابله وکړي.

زیلنسکي په برلین کې خبریالانو ته وویل: "اوس د دې وخت دی چې روان کال د جګړې پای ته رسول مشخص کړو. موږ کولای شو چې روان کال د یرغلګرو ماته حتمي کړو."

د اوکراین ولسمشر د جرمني له ولسمشر فرانک والټرشټاینمایر څخه مننه وکړه چې د ده په خبره د اوکراین د معاصر تاریخ په تر ټولو ناوړه بحران کې یې د دې هېواد ملاتړ وکړ.

له اوکراین سره د جرمني په دغه پوځي مرسته کې، د ماردر په نوم شل زغروالې وسیلې، ۳۰ لیوپارډ -۱ ټانکونه، د تیارو ضد ګیپارډ ۱۵ ټانګونه او بې‌پیلوټه ۲۰۰ کشفي الوتکې شامل دي.

پر دې سربېره به د توپونو مهمات او څه باندې دوه سوه پوځي وسایط هم اوکراین ته ورکړل شي.

له اوکراین سره د جرمني د پوځي مرستو وروستۍ بسته پر اوکراین د روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ د میاشتې له یرغل وروسته د دې هېواد تر ټولو لویه مرسته ده.

جرمني له اوکراین سره دغه نوې پوځي مرسته داسې مهال اعلانوي چې، د روسیې دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ وویل چې اوکرایني ځواکونو د باخموت ښار پر جنوبي او شمالي برخو بریدونه وکړل، خو ویې نه‌شو کولای چې د دوې ځواکونه له سنګرونو په شا کړي.

دغه ادعا خپلواکو سرچینو نه‌ده تایید کړې.