هند کې نږدې دوه‌نيم زره کيلوګرامه نشه‌يي توکي نيول شوي

ارشیف

د هند سمندري ځواک او له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ادارې نږدې دوه‌نیم زره کیلوګرامه مخدر مواد، چې ادعا کېږي له افغانستان څخه وروړل شوي وو، کشف کړل.

هندي رسنۍ وايي، دا مخدر مواد د شنبې په ورځ د کرالا ایالت په سواحلو کې په یوه بېړۍ کې نیول شوي دي.

د هند له مخدرو موادو سره د مبارزې د ادارې چارواکو په یوه خبري غونډه کې وویل چې دا په یوه کال کې له افغانستان څخه هند ته د اندازې له نظره د مخدرو موادو درېیم ستر قاچاق و چې مخه یې نیول شوې ده.