ازبکستان کې د افغان-ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې ګډ دفتر پرانيستل شو

ارشیف

د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغان-ټرانس اوسپنې پټلۍ د پروژې ګډ دفتر پرانیستل شو.

افغانستان، پاکستان او ازبکستان په دې پروژه کې شامل دي.

د طالبانو د حکومت د ریل پټلۍ ادارې د معلوماتو پر اساس د افغان-ټرانس د اوسپنې پټلۍ له مزارشریف تر تورخم پورې ۷۶۰ کیلومترۍ اوږدوالی لري او په جوړولو یې تر شاوخوا شپږ میلیارده ډالره لګښت راځي.

لګښت ازبکستان او پاکستان پرې کوي.

تمه ده د دې پروژې لپاره یو ګډ کاري دفتر ژر په پاکستان کې هم پرانیستل شي.

د افغان-ټرانس د اورګاډي د پټلۍ د پروژې هدف چې په پنځو کلونو کې بشپړېږي د افغانستان له لارې د منځنۍ او جنوبي اسیا د هېوادونو نښلول دي.