نن په ترکیه کې د ولسمشرۍ او پارلمان ټاکنې ترسره کېږي

د ترکیې د روانو ټاکنیزو مبارزو یوه څنډه

د ترکیې اوسنی ولسمشر رجب طیب اردوغان له کیڼ اړخي سیاستوال د خلکو د جمهوري غوښتونکي ګوند له مشر کمال قلیچدار اوغلو سره سیالي کوي.

د ولسمشرۍ ټاکنو کمپاینونه شنبه پای ته ورسېدل.

ولسمشر اردوغان خپل وروستی کمپاین په استانبول کې وکړ، چېرته چې هغه خپل سیال د ترکیې د تجزیې په نیت تورن کړ.

خو کمال قلیچدار اوغلو د خپلو اکثرو ټاکنیزو هڅو په څېر د کور له اشپزخانې په یوه پیغام کې ټینګار وکړ چې ډيموکراسي او ځوانان د هغه پروژې دي او دا دواړه انقلاب راوستی شي.

رویټرز اژانس د ترکيې د رسمي شمېرو په اساس لیکلي چې ۶۴ میلیونه ترکان د رایې ورکولو په شرایطو برابر دي.

هلته به په څه باندې ۱۹۰ زره مرکزونو کې خلک رایې وکاروي.