زیلنسکي له پاپ فرانسيس څخه د سولې د پلان ملاتړ غوښتی

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلنسکي د نړۍ د کاتولیک عیسویانو له مشر پاپ فرانسیس سره د روغبړ پرمهال

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلنسکي د نړۍ د کاتولیک عیسویانو له مشر پاپ فرانسیس څخه غوښتي چې د کییف د سولې د پلان ملاتړ وکړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې زیلنسکي له پاپ سره د شنبې په ورځ په ایټالیا کې کتلي.

پاپ فرانسیس ویلي چې واتیکان به د هغو ماشومانو په بېرته ستنېدو کې مرسته وکړي چې د روسانو له‌خوا نیول شوي دي.

د ایټالیا مشرانو هم له زیلنسکي سره په لیدنه کې له اوکراین سره د بشپړ پوځي او مالي ملاتړ ژمنه وکړه او د اروپايي ټولنې د غړیتوب لپاره یې د اوکراین له هڅو خپل ملاتړ یو ځل بیا تکرار کړ.

د رویټرز په وینا، د جرمني حکومتي سرچینو ویلي چې زیلنسکي به د یکشنبې په ورځ برلین ته ورسېږي.