د ترکيې ټاکنې به پر مېشتو افغان کډوالو څه اغېز ولري؟

په ترکیه کې د ولسمشرۍ ټاکنو له کمپاین څخه یو انځور

په ترکیه کې ولسمشرۍ ټاکنو ته په کتو يو شمېر افغانان هلته د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمن دي.

دوی وايي چې د رجب طیب اردوغان سیال کمال قلیچدار اوغلو په ټاکنیزو کمپاینونو کې ژمنې کړي چې کډوال به بېرته له ترکیې باسي.

سید حامد سادات په ترکیه کې د افغان ځوانانو د فرهنګي ټولنې مشر دی.

له هغه سره صفي الله ستانکزي مرکه کړې او په سر کې یې پوښتنه کړې چې د ټاکنو په اړه په ترکیه کې مېشت افغان ځوانان څه وايي؟

دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

سادات سره مرکه