د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د ګوزن ضد واکسین کمپاین پیلېږي

ارشیف: په کابل کې د پولیو ضد واکسین کمپاین څخه یو انځور

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ په ۲۳ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ یا پولیو پر ضد د واکسین د فرعي کمپاین د پیل خبر ورکوي.

دې وزارت نن وویل چې، د دې کمپاین په ترڅ کې به له پنځو کلونو کم عمره شاوخوا شپږ میلیون ماشومانو ته د پولیو د واکسین څاڅکي ورکړل شي.

یونېسف پرون اعلان وکړ چې په افغانستان کې په ۲۰۲۳ کال کې د پولیو لومړنۍ پېښه یې په ننګرهار ولایت کې ثبت کړې.

افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو د پېښې موارد په کې موندل کېږي.