د اوکراين ولسمشر ایټالیا ته ځي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي

تمه ده چې نن د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي د ایټالیا پلازمېنې روم ته ولاړ شي.

بل لور ته روسیې په بې‌پیلوټه ډرون الوتکو یو ځل بیا د اوکراین پلازمېنه کییف او یو شمېر مرکزي او جنوبي ښارونه په نښه کړي دي.

د راپورونو له مخې د دې بمباریو له امله وسایل تخریب شوي دي.

دا په نږدې دوو اوونیو کې شپږم ځل دی چې روسي ځواکونه پر کییف د ډرون حملې کوي.

له اوکراینه رارسېدلي راپورونه وایي چې اوکرایني پوځیانو په باخموت کې چې له میاشتو راهیسې جګړه په‌کې روانه ده، پرمختګ کړی دی.