د جهاد اسلامي ډلې وسله‌والو هم د اسراییل په لور توغندي ویشتلي

د اسراییلو ځواکونو له لوري د جهاد اسلامي پر ډلې د شویو بریدونو انځور

د جهاد اسلامي ډلې وسله‌والو پرون هم د اسراییل په لور توغندي وویشتل.

د راپورونو له مخې اسراییل وروسته تر دې اوربند مات کړ چې له غزې څخه پر اسراییل د توغندیو بریدونه پيل شول.

د فلسطین روغتیا وزارت وایي، د اسراییل د بریدونو پر مهال چې له سه‌شنبې راهیسې روان دي لږ تر لږه درې دېرش تنه وژل شوي او تر سلو ډېر ټپیان شوې دي.

د دې وزارت په وینا، د وژل شویو له ډلې څخه اوولس تنه ملکیان دي.

د اسراییل پوځ بیا وایي چې، څلور فلسطیني ملکیان د جهادي یاغیانو د منحرف شویو توغندیو په بریدونو کې وژل شو دي.