د قطر صدراعظم د طالبانو رییس الوزرا سره وکتل

د قطر صدارعظم حمد بن عبدالرحمن آل ثاني د طالبانو د سرپرست حکومت له رییس الوزرا ملا حسن اخند سره د لیدنې پر مهال

د قطر صدارعظم نن په کندهار کې د طالبانو د سرپرست حکومت له رییس الوزرا سره وکتل.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن پر خپل ټویټر لیکلي چې محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د یو پلاوي په مشرۍ چې په کې د قطر د استخباراتو رییس عبدالله الخلیفي هم شامل و له ملا حسن اخند سره کتلي دي.

قطر چې د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکراتو کې یې مهم رول درلود محمد بن عبدالرحمن آل ثاني یې د صدراعظمۍ سربېره د بهرنیو چارو وزیر هم دی.

ذبیح االله مجاهد وايي، دواړو خواو په خبرو کې د قطر له خوا په مختلفو برخو کې د همکارۍ ژمنې وشوې.