په باخموت کې د اوکراین او روسي ځواکونو ترمنځ جګړې روانې دي

د روانې جګړې له امله د باخموت یوه څنډه

د اوکراین د دونېڅک سیمې په باخموت ښار کې د اوکراین او روسيې د پوځي ځواکونو ترمنځ درنې جګړې لا هم روانې دي.

دا جګړه پر ختیځه دونباس سیمه د ولکې ټینګولو لپاره د مسکو د عملیاتو یوه برخه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د باخموت د جبهې په ځینو برخو کې د اوکراین د پرمختګ خبر ورکړل شوی.

د اوکراین د وسله‌وال پوځ ستر درستیز نن سهار په یو بیان کې وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په باخموت کې د روسي ځواکونو ۴۴ حملې په شا تمبولي.

په بیان کې یادونه شوې چې د روسیې پوځ د باخموت، افیدیفکا او مارینکا ترمنځ سیمو باندې درنو بمباریو ته دوام ورکوي.

روسیې پرون په باخموت او د اوکراین په ځینو ښارونو کې د اوکرایني ځواکونو د پرمختګ ادعاوې رد کړې، که څه هم د مسکو پلوي پوځیانو او حتی له کریملین سره د تړلې ملېشه ډلې واګنر مشر ایفګیني پریګوژین هم دا راپورونه ورکړي دي.