په پاکستان کې د ډالرو بیه تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې

ارشیف

په پاکستان کې د ډالرو بیه تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې.

هلته د پنجشنبې په ورځ یو ډالر په بازار کې په ۲۹۹ روپیو بدلېده.

دا په تاریخ کې د ډالرو پر وړاندې پاکستاني روپیو تر ټولو ټيته بیه ده.

د پاکستان د پيسو د تبادلې د اتحاديې مسوولینو رسنیو ته ویلي چې د ډالرو د لوړ تلو علت د عمران خان له نیول کېدو وروسته رامنځته شوی سیاسي بحران دی.

په پاکستان کې د سې شنبې په ورځ د عمران خان تر نیول کېدو وروسته په ګڼو سیمو کې پراخې مظاهرې وشوې چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه اوه کسان مړه او سلګونه نور کسان ټپیان شوي.

لږ تر لږه ۲۳۰۰ کسان نیول شوي هم دي چې په کې د تحریک انصاف پاکستان ګڼ مشران هم شامل دي.