سراج‌الدین حقاني: دا نظام باید منحصر او کوچنی نه کړو

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست وايي، حکومت باید انحصاري نه‌کړای شي.

سراج‌الدین حقاني دا خبره پرون پنجشنبې د طالبانو د موسس ملامحمد عمر اخند د تلین په مناسبت غونډې ته په وینا کې وکړه.

نوموړي ويلي: "دا نظام باید منحصر او کوچنی نه کړو چې یوازې د یوې مدرسې کسان ځان په‌کې وویني. په دې نظام کې دې ټول شریک کړل شي."

ده تر دې وړاندې د تېر کال په دلو میاشت کې په خوست کې یوې غونډې ته ویلي و چې، د قدرت انحصار د دوی په ګټه نه‌دی.