بریتانيا اوکراين ته د کروز توغندي ورکوي

اوکرایني ځواکونه د جګړې لومړۍ کرښه کې

د بریتانیا دفاع وزیر بن والېس پرون پنجشنبې د خپل هېواد پارلمان ته وویل، تاییدوي چې بریتانیا اوکراین ته سټورم شادو توغندي ورکوي.

ده ونه ویل چې اوکراین ته به دا ډول څو توغندي ورکړي.

تر دې مخکې د جرمني په ګډون يو شمېر اروپايي هېوادونو اوکراين ته د ليوپارډ -۲ ټانکونو د ورکولو خبر ورکړی و.

اوکراين سره د بریتانيا له لوري د کروز توغنديو د مرستې خبر داسې مهال ورکول کېږي چې د اوکراين ولسمشر څو ځلي له لوېديځو هېوادونو د پوځي تجهيزاتو برخه کې د مرستې غوښتنې کړې دي.