د ترکيې د ولسمشرۍ انتخاباتو يو نوماند له کانديداتورۍ لاس‌ واخیست

محرم اینجه، چې د وطن د کیڼ اړخي ګوند مشر دی، پرون پنجشنبه له کاندیداتورۍ تېر شو او خبریالانو ته یې وویل چې دا پرېکړه یې د خپل هېواد لپاره وکړه.

د ترکیې د ولسمشرۍ د انتخاباتو یو کاندید وايي چې له کاندیداتورۍ لاس اخلي.

د محرم اینجه دا پرېکړه ښايي د اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان د جدي سیال، کمال قلیجدار اوغلو تله درنه کړي.

محرم اینجه، چې د وطن د کیڼ اړخي ګوند مشر دی، پرون پنجشنبه له کاندیداتورۍ تېر شو او خبریالانو ته یې وویل چې دا پرېکړه یې د خپل هېواد لپاره وکړه.

ټاکل شوې ده چې د ترکیې د ولسمشرۍ انتخابات سبا یکشنبې ترسره شي.