د پاکستان سترې محکمې د عمران خان نیول ناقانونه وبلل

د پاکستان مخکینی صدراعظم عمران خان

د پاکستان سترې محکمې نن د مخکیني صدراعظم عمران خان نیول ناقانونه وبلل.

دا حکم د عمران خان د نیولو په درېیمه ورځ او وروسته تر دې صادر شو چې د هغه د نیولو په غبرګون کې خونړي او پراخ اعتراضونه وشول.

د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ته لارښونه شوې چې د ځان د امنیت او خوندیتوب لپاره دې محکمې کې تر بیا حاضرېدو له پولیسو سره پاتې شي.

ټاکل شوې چې د خان محاکمه سبا جمعه ترسره شي.

خان د سه شنبې په ورځ ونیول شو او په غبرګون کې یې له پراخو ګډوډیو وروسته له پوځه د وضعیت د کنټرول مرسته وغوښتل شوه.

په دې خونړیو مظاهرو کې لږ تر لږه ۷ کسان مړه شوي، لسګونه نور ټپیان او ګڼ شمېر دولتي او شخصي املاک او موټر سوځېدلي دي.