د پاکستان سترې محکمې د عمران خان د خوشې کېدو امر کړی

عمران خان درې ورځې مخکې د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوی چې په غبرګون یې تاوتریخجن لاریونونه روان دي.

د پاکستان سترې محکمې د مخکیني صدر اعظم عمران خان د خوشې کېدو امر کړی دی.

رویټرز خبري اژانس د پاکستان د جیو تلوېزیون په حواله دغه خبر خپور کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې نن په درېیمه پرله‌پسې ورځ هم پاکستان کې د عمران خان تر نیولو وروسته تاوتریخجنې مظاهرې روانې دي.

د پوليسو او تحريک انصاف پلويانو ترمنځ په نښتو کې اووه کسان مړه شوي او لسګونه ژوبل دي.

بلخوا پوليسو د پاکستان تحريک انصاف لسګونه مشران او سلګونه پلويان نيولي دي.

د پېښور لېډي ريډنګ روغتون وياند محمد عاصم نن د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې د پاکستان تحريک انصاف د پلويانو او پوليسو ترمنځ په نښتو کې ژوبل شوي څه باندې ۱۴۰ کسان وروړل شوي.