د افغانستان په ځینو ولايتونو کې د ملخانو د پيدا کېدو له کبله خبرداری ورکړل شوی

د کندز په یوه کرونده کې ملخان

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د افغانستان په ۸ شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې د ډېر شمېر ملخانو د پيدا کېدو له کبله خبرداری ورکړی دی.

دې ادارې په دې اړه یوه راپور کې چې پرون چهارشنبه یې خپور کړی ویلي، دغه ملخان په بدخشان، بادغیس، بغلان، بلخ، کندز، سمنګان، سرپل او تخار ولایتونو کې لیدل شوي دي.

یادې ادارې ویلي، دغه ملخان هغه کرنیز محصولات او شنه بوټي خوري چې په افغانستان کې کرل او یا هم شنه کېږي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ویلي چې دغه ملخان بزګرانو، ټولنې او ټول هېواد ته یو لوی ګواښ دی.

د دغې ادارې په راپور کې راغلي چې دا وضعیت به په افغانستان کې د غذایي موادو د کمښت ستونزه نوره هم ډېره کړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ویلي، د دغو ملخانو د مخنیوي دودیزې لارې چارې او په ورته وخت کې د کرنې وزارت له‌خوا هڅې پيل شوي.