د امريکا د ملي امنيت پخواني مشر په ۲۰۲۱ کې له طالبانو سره کتلي

د امریکا د ملي امنیت پخوانی مشر ویلیم بورنز

د امریکا د ملي امنیت پخواني مشر ویلیم بورنز د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په پټه په کابل کې د طالبانو له مشرانو سره کتلي دي.

دا هغه وخت و چې طالبان نوي بیا پر کابل واکمن شوي وو او له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر روان و.

دغه خبره د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په هغې مقاله کې شوې چې د جوبایډن په اداره کې یې د ښاغلي بورنز د بې ساري واک په اړه لیکلې ده.

په دې خبر کې د ویلیم بورنز او د طالبانو د لیدو کتو نور جزییات نه‌دي ورکړل شوي، خو نیویارک ټایمز لیکلي چې بورنز د طالبانو رژیم ته مشروعیت ورکاوه، ځکه هغه مهال یې ځواکونه له افغانستانه وتل.

د امریکا او طالبانو حکومتي سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.